۰

د افغانستان بانک: د بیو د ثبات لپاره کافي سرچینې په واک کې لرو

یکشنبه ۷ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۵۷
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک په خپره کړې خبر پاڼه کې د افغانۍ پر وړاندې د ځينو اسعارو د ارزښت د لوړېدو په غبرګون ویلي، چې په پولي بازارونو کې نوسانات یو معمول اقتصادي حالت دی.
د افغانستان بانک: د بیو د ثبات لپاره کافي سرچینې په واک کې لرو
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک په خپره کړې خبر پاڼه کې د افغانۍ پر وړاندې د ځينو اسعارو د ارزښت د لوړېدو په غبرګون ویلي، چې په پولي بازارونو کې نوسانات یو معمول اقتصادي حالت دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د بیو ثبات او د اسعارو مبادلې د نرخ ساتنه د افغانستان بانک له اساسي موخو څخه شمېرل کېږي. په خبر پاڼه کې زیاته شوې، چې د افغانستان بانک، د تېر په څېر د بیو د ثبات او د افغانۍ د ارزښت ساتنې لپاره اړین اقدامات ترسره کوي.

یاد بانک ډاډ ورکړی چې کافي مالي سرچينې په واک کې لري او د بيو د ثبات، د پولي بازارونو او مالي بنسټونو د اسعاري اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړین اقدامات ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه پرون ۲۰ میلیونه ډالره وپلورل.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي