د خوست د روغتیاپالانو ټولنې پرېکړه کړې، چې تر دې وروسته به په دغه ولایت کې د ښوونکو د معاینې فیس نه اخلي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د یادې ټولنې د مسوول په وینا، هڅې کوي، چې ښوونکو ته په وړیا توګه د معاینې تر څنګ، د درملو او نورو وړیا روغتیايي خدمتونو زمینه هم برابره کړي.
په دغه ولایت کې ښوونکي د روغتیاپالانو ټولنې دغه پرېکړه یو اغېزناک ګام ګڼي او د هېواد په نورو سیمو کې هم د ورته چارې د پيلېدو غوښتنه لري.
جمهورخبري آژآنس