۰

هېواد کې د ډالر بیې لوړېدو خلک اندېښمن کړي

شنبی ۶ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۴۰
د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیې په لوړېدو سره یو شمېر هېوادوال هم اندېښمن شوي دي.
هېواد کې د ډالر بیې لوړېدو خلک اندېښمن کړي
د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیې په لوړېدو سره یو شمېر هېوادوال هم اندېښمن شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دوی په وینا د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بيې په لوړېدو سره نیغ په نیغه د خوراکي توکو بیې هم لوړیږي. د ویلو ده، چې د تېرو دوو اونیو په پرتله اوس د هر ډالر په بیه کې، تر څلور افغانۍ ډېرښت راغلی دی.

د افغانستان بانک د وروستیو شمېرو له مخې، دامهال یو ډالر په ۷۵ افغانۍ او ۶۱ پوله تبادله کېږي. خو د افغانستان بانک د اسعارو په بیو کې بدلونونه یو عادي بهیر ګڼي او ډاډ ورکوي، چې د هادو نوساناتو د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي