د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د کډوالو د داخلې پروګرامونه یې له خپل لومړیتوب لیست څخه لرې کړي دي او نور به داسې فعالیتونه ترسره نه کړي چې ډله ییز مهاجرت ته اسانتیاوې برابرې کړي یا یې وهڅوي.
د جمهور د خبري اژانس په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د سلواغې ۶ مه) یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د کډوالۍ پروګرامونه نور د دوی لومړیتوب نه دی او هغه څه چې کوي یې باید متحده ایالات خوندي، پیاوړي او ډیر سوکاله کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي دي: "هر ډالر چې موږ یې مصرف کوو، هر پروګرام چې موږ یې تمویل کوو، او هره پالیسي چې موږ یې تعقیبوو باید درې اهدافو ته ځواب ووایی: د متحده ایالاتو خوندي، پیاوړی او ډیر سوکاله کول."
د یادونې وړ ده چې دې کار په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ د داخلې پروګرامونو لپاره غوښتونکي اندیښمن کړي دي، په ځانګړي توګه هغه افغانان چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د شلو کلونو شتون په جریان کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی.
د دې هیواد وګړي وايي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو سره د همکارۍ له امله، اوس دوی د طالبانو له خوا د غچ اخیستنې، نیولو، شکنجې، ګواښونو، زندان او مرګ سره مخ دي.
د امریکا د کډوالۍ په پالیسیو کې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دوهمې دورې په پیل کې د پام وړ بدلونونه راغلل.
ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه وکړه چې د کډوالۍ سختې پالیسۍ به پلي کړي، او سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو وروسته یې په دې لار کې ګامونه پورته کړل.
د ټرمپ په مشرۍ د کډوالۍ په پالیسیو کې بدلونونه په امریکا کې یوه توده سیاسي موضوع ده.
جمهورخبري آژانس