د روسیې بهرنیو چارو وزیر: افغانستان باید هېر نه‌کړای شي

3 دلو 1403 ساعت 9:47

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي چې، افغانستان باید هېر نه‌کړای شي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي چې، افغانستان باید هېر نه‌کړای شي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې لاوروف د افغانستان مسئلې ته په نغوتې سره ویلي امریکا غواړي چې، په افغانستان کې پاتې شوي پوځي تجهیزات بېرته ترلاسه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه زیاته کړې چې، متحده ایالتونه هڅه کوي په افغانستان کې خپل نفوذ وساتي او له دې کار لپاره له ګاونډیو هېوادونو استفاده کوي.
  
سرګي لاوروف وویل:«افغانستان باید هېر نه کړو، هغه ځای چې، امریکایان هڅه کوي یو ځل بیا تر یوه بریده په‌کې حضور ولري او د دې کار لپاره له ګاونډیو هېوادونو کار اخلي. هغوی د خپلو پوځي تاسیساتو د بېرته وړلو په فکر کې دي.»

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 179643

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179643/

جمهور
  https://www.jomhornews.com