د طالبانو د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي ویلي چې، د اسلامي امارت دنده د نړۍ قانع کول نه؛ بلکې د اسلامي شریعت پلي کول دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې شرعي همدارنګه زیاته کړې چې، د نظام ساتنه او د اداري چارو مخته بیول، قوانینو او نورو تقنیني اسنادو ته جدي اړتیا لري او دولتي ادارې باید په دې برخه کې، د اسلامي امارت د مشر د فرمان پلي کولو ته جدي پاملرنه ولري.
د عدلیې وزارت ویاند برکتالله رسولي وايي، هغه همدارنګه زیاته کړه چې، زموږ دنده نړۍته قناعت ورکول نه؛ بلکې د اسلامي شریعت پلي کول دي.»
شرعي زیاته کړې چې، د نظام ساتنه او د ادارو پرمخ بیول قوانینو او نورو تقنیني اسنادو ته جدي اړتیا لري او دولتي ادارې باید داسې قانون جوړولو ته چې، د اسلامي امارت د مشر له فرمانونو سره سمون ولري، ځانګړې پاملرنه ولري.
د طالبانو د عدلیې وزارت د اعلامیې له مخې، د دغه وزارت د تقنیني چارو عمومي رییس ټینګار کړی چې، د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د قانون جوړونې په بهیر کې پراخ او مثبت بدلونونه راغلي دي او اوسني ټول قوانین د دیني عالمانو او متخصصینو له خوا د فقهي سرچینو په رڼا کې جوړېږي.
جمهورخبري آژانس