د کونړ ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې ۲۲۲ کیلوګرامه ګران بیه ډبرې(بیروج) د ۴۰.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د بولۍ له لارې پلورل شوې دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې سرچینه وايي، د بولۍ په جوړو شویو مراسمو کې سوداګرو ویلي، چې له دغو پیسو لس سلنه ونډه د حکومت بودجې ته جمع کېږي.
د کونړ د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین بیا وایي، چې په دغه ولایت کې به د سوداګرو ستونزې حل او په مسلکي توګه به د کانونو کیندنه وکړي.
د یادونې وړده، چې څو ورځې وړاندې هم د ۴۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت یوه اندازه ګران بیه ډبرې پلورل شوې وې.
جمهورخبري آژآنس