د اقتصادي کمېسیون ناسته کې پر یو شمېر موضوعاتو بحث شوی

3 دلو 1403 ساعت 9:32

د طالبانو د حکومت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي ناسته کې د اوبو او برېښنا تولیدي بندونو د ساتنې او څارنې، د اوسپنې، سرب او جستو، مرمر، ګچ او نفرایټ ډبرو د یوشمېر قراردادونو د ارزونې راپورونه وړاندې شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اقتصادي معاونیت ویلي، چې یاد راپورونه له تحلیل او ارزونې وروسته تایید او د وروستۍ پریکړې په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شول.

جمهورخبري آژآنس
 
د مطلب کود: 179636

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179636/

جمهور
  https://www.jomhornews.com