د طالبانو د حکومت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي ناسته کې د اوبو او برېښنا تولیدي بندونو د ساتنې او څارنې، د اوسپنې، سرب او جستو، مرمر، ګچ او نفرایټ ډبرو د یوشمېر قراردادونو د ارزونې راپورونه وړاندې شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اقتصادي معاونیت ویلي، چې یاد راپورونه له تحلیل او ارزونې وروسته تایید او د وروستۍ پریکړې په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شول.
جمهورخبري آژآنس