اتونبایوا؛ کابل کې د پانګونې په تړاو د جوړ شوي کنفرانس هرکلی کړی

3 دلو 1403 ساعت 9:29

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اتونبایوا د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره په کتنه کې غوښتنه کړې، چې د افغانستان په ۵ زونونو کې د پانګونې کنفرانس جوړ کړي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اتونبایوا د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره په کتنه کې غوښتنه کړې، چې د افغانستان په ۵ زونونو کې د پانګونې کنفرانس جوړ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نورالدین عزیزي له مېرمن روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې دغه راز د افغانستان صنعتي انکشافاتو، د تشبثاتو د مرکز جوړولو، د انلاین سوداګرۍ د مرکز د پرانیستنې، له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ، د صنعتي پارکونو د برېښنا او په افغانستان کې د خصوصي سکتور ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې وکړې.

مېرمن اوتونبایوا په افغانستان کې پانګونې ته د رابلنې کنفرانس ستاینه کړې او له نورالدین عزیزي څخه یې غوښتي، چې دا ډول پروګرامونه دې د افغانستان په پنځو زونونو کې هم جوړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې کابل کې «په افغانستان کې پانګونې ته بلنه» تر سرلیک لاندې کنفرانس جوړ شوی و.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179635

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179635/

جمهور
  https://www.jomhornews.com