د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د قطر له شارژدافیر سره وکتل

3 دلو 1403 ساعت 9:21

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د قطر سفارت له شارژدافیر مرادیف القاشوتي سره وکتل او د ډیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د قطر سفارت له شارژدافیر مرادیف القاشوتي سره وکتل او د ډیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.

د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد د سې شنبې په شپه (د سلواغې ۲) په خپله فیسبوک پاڼه کې ولیکل چې د وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي په کابل کې د قطر د سفارت له شارژدافیر ډاکټر مرادیف القاشوتي دواړو خواوو د طالبانو او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د ډیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا، له افغانستان سره د قطر د مرستو او یو شمېر سیمه ییزو مسلو په اړه خبرې وکړې.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 179632

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179632/

جمهور
  https://www.jomhornews.com