د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د ډلې د استخباراتو مشر ملا عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، حمدالله فطرت چې دا خبر یې خپور کړی، لیکلي چې سراج الدین حقاني د دې سفر په جریان کې د متحده عربي اماراتو له امیر محمد بن زاید آل نهیان سره ولیدل.
د طالبانو په وینا، د دواړو هېوادونو د علاقې وړ مسلو، متقابل ثبات، د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا او یو شمېر نورو مهمو مسلو په اړه بحث او بیاکتنه وشوه.
دا سفر څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ.
د دې سفر په جریان کې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو او همکارۍ په اړه بحث او بیاکتنه وشوه.
جمهورخبري آژانس