طالبانو په امریکا کې یو طالب بندي د امریکایي بندیانو سره تبادله کړ

2 دلو 1403 ساعت 9:01

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دې ډلې په متحده ایالاتو کې یو طالب بندي د امریکایي بندیانو سره تبادله کړی او هغه یې افغانستان ته راستون کړی دی.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دې ډلې په متحده ایالاتو کې یو طالب بندي د امریکایي بندیانو سره تبادله کړی او هغه یې افغانستان ته راستون کړی دی.

د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو ډلې تر کنټرول لاندې د هیواد د بهرنیو چارو وزارت نن سې شنبه (د سلواغې ۲ مه) یوه اعلامیه خپره کړه، چې پکې ویل شوي چې د امریکا متحده ایالاتو، د دې ډلې د جنګیالي (خان محمد) د امریکایي اتباعو په بدل کې، له زندان څخه خوشی او بیرته هیواد ته واستول شو.

خان محمد، چې د امریکا د محکمو له خوا په عمري بند محکوم شوی و او په کالیفورنیا کې یې خپله سزا تېره کړې وه، نږدې دوه لسیزې وړاندې په ننګرهار کې ونیول شو.

طالبانو ویلي چې دوی دا تبادله د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل لپاره یوه ښه بیلګه ګڼي او په ځانګړي ډول په دې برخه کې د قطر هیواد د اغیزمن رول څخه مننه کوي.

طالبانو زیاته کړې چې دا ډله د متحده ایالاتو اقداماتو ته په مثبت نظر ګوري، کوم چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په عادي کولو او پراخولو کې مرسته کوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179607

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179607/

جمهور
  https://www.jomhornews.com