خلیل‌زاد: د زده‌کړو په تړاو د عباس ستانکزي څرګندونې هیله‌ بښونکې دي

2 دلو 1403 ساعت 8:57

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد، د نجونو د زده‌کړو په تړاو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي څرګندونې هیله بښونکې بللې دي.


د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد، د نجونو د زده‌کړو په تړاو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي څرګندونې هیله بښونکې بللې دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې خلیل‌زاد د شېرمحمد عباس ستانکزي او د ښځو د زده‌کړو د مقام په تړاو د اسلامي هېوادونو وروستۍ غونډه، د زده‌کړو په برخه کې، دوه هیله بښونکي بدلونونه ګڼي.

ده ویلي:«په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده‌کړو لپاره دوه هیله ‌بښونکي بدلونونه، ۱- د نجونو د زده‌کړو په تړاو د نړۍوال اسلامي کنفرانس لخوا د یوې مهمې اعلامیې خپرېدل چې، پ‎کې یادونه شوي، په اسلام کې نجونې هم د هلکانو په څېر په ټولو کچو کې د زده‌کړو حق لري. ۲- د طالبانو یوه مهم مشر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ښاغلي ستانکزي چې، د امریکا - طالبانو په مذاکراتو کې یې مهم رول درلود، د طالبانو د مشرتابه لخوا د نجونو پر زده‌کړو بندیز ظالمانه، ناعادلانه، ناسم او د شل مېلیونه افغان نجونو د حقونو نقض وباله.»

خلیل‌زاد یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونیزو بنسټونو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.  

هغه همدارنګه لیکلي:«افغان دیني عالمان، د طالبانو هغه مشران چې، په خصوصي توګه وایي د نجونو او ښځو د لوړو زده‌کړو له بندیز سره مخالف دي او ټول وطن‌پال افغانان باید دغه کار ترسره کړي. لېسې او پوهنتونونه باید د نوي کال له پیلېدو سره سم، د مارچ  پر ۲۱مه  بېرته پرانیستل شي.»

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 179606

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179606/

جمهور
  https://www.jomhornews.com