د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د نجونو د زدهکړو په تړاو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي څرګندونې هیله بښونکې بللې دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې خلیلزاد د شېرمحمد عباس ستانکزي او د ښځو د زدهکړو د مقام په تړاو د اسلامي هېوادونو وروستۍ غونډه، د زدهکړو په برخه کې، دوه هیله بښونکي بدلونونه ګڼي.
ده ویلي:«په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زدهکړو لپاره دوه هیله بښونکي بدلونونه، ۱- د نجونو د زدهکړو په تړاو د نړۍوال اسلامي کنفرانس لخوا د یوې مهمې اعلامیې خپرېدل چې، پکې یادونه شوي، په اسلام کې نجونې هم د هلکانو په څېر په ټولو کچو کې د زدهکړو حق لري. ۲- د طالبانو یوه مهم مشر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ښاغلي ستانکزي چې، د امریکا - طالبانو په مذاکراتو کې یې مهم رول درلود، د طالبانو د مشرتابه لخوا د نجونو پر زدهکړو بندیز ظالمانه، ناعادلانه، ناسم او د شل مېلیونه افغان نجونو د حقونو نقض وباله.»
خلیلزاد یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونیزو بنسټونو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.
هغه همدارنګه لیکلي:«افغان دیني عالمان، د طالبانو هغه مشران چې، په خصوصي توګه وایي د نجونو او ښځو د لوړو زدهکړو له بندیز سره مخالف دي او ټول وطنپال افغانان باید دغه کار ترسره کړي. لېسې او پوهنتونونه باید د نوي کال له پیلېدو سره سم، د مارچ پر ۲۱مه بېرته پرانیستل شي.»
جمهورخبري آژآنس