د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین، شېرمحمد عباس ستانکزي، د هېواد ښځو ته په خطاب کې وايي چې، د هېواد د ۲۰ مېلیونه وګړو پر وړاندې بېعدالي شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ستانکزي، په خوست ولایت کې د یوې دیني مدرسې په فراغتغونډه کې د وینا پر مهال، د نجونو زدهکړو پر بندیز نیوکه کړې او ویلي یې دي چې، دا کړنه د شریعت په مطابق نهده.
ستانکزی وايي:«نن موږ په څلوېښت مېلیونه نفوس کې، شل مېلیونه سره بېعدالتي کوو. ایا موږ به د قیامت په ورځ دغسې راپورته نهشوو؟ چې، ټول به فلج یو. ټول حقوق مو ترې تلف کړي، میراث نشته، د خاوند د تعین حق نشته، په بدو کې یې ورکوو، تعلیم ته یې نهپرېږدو، مسجد ته یې نهپرېږدو، د پوهنتون او ښوونځي دروازې پرې بندې دي او مدارسو ته یې هم نهپرېږدو.»
شېر محمد عباس ستانکزی په خوست کې د دستاربندۍ په مراسمو کې وایي چې د نجونو پر مخ د علم د زده کړې د دروازو د تړلو لپاره هېڅ پلمه نشته.
نوموړی د طالبانو له مشرانو غواړي چې د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې پرانېزي.
هغه و ویل:«د امارت له مشرانو نه زموږ دا تقاضا ده چې، د تعلم دروازې باید خلاصې کړي، دې ته هېڅ پلمه نشته، نهبه وي او نه به یې کوي. د جناب رسولالله (ص) په وخت کې د نروو او ښځو پر مخ د علم دروازې خلاصې وې.»
په دغه پروګرام کې د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د دیني علومو ترڅنګ، عصري علوم مهم بولي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په دې هکله زیاتوي:«اوس د ټکنالوژۍ وخت دی، کوښښ وکړئ چې، له معاصرو زدهکړو او اړتیاوو سره هم ځانونه بلد کړئ چې، په واقعي توګه د دین او ولس خدمت وکړای شئ.»
جمهورخبري آژانس