ایران د کابل او تهران د استخباراتي بنسټونو ترمنځ د یوې مستقیمې ارتباطي لارې پر رامنځته کېدو ټینګار کړی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونو وايي، د طالبانو پلاوي هم د تخصصي برخو ترمنځ مستقیمه اړیکه یو اغېزناک ګام بللی دی.
د ایران د رسنیو د راپور له مخې، د عبدالمالک حقاني په مشرۍ د طالبانو پلاوي د دواړو هېوادونو د ځانګړو څانګو ترمنځ د مستقیمو اړیکو رامنځته کېدل د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د وګړو د اړوند چارو او حقوقي او قضایي برخو په ګډون د ګډو مسایلو د حل تر ټولو اغېزناکه لار بللې ده.
د ایرنا راپور په یوه برخه کې راغلي: «پورجمشیدیان د دواړو هېوادونو د استخباراتي، امنیتي او انتظامي ادارو ترمنځ د مستقیم اړیکو د یو کانال جوړېدل د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره اغېزناکه بللې ده.
سترې محکمې هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اسلامي امارت پلاوي د ایران د عدلیې وزارت له مرستیال سره د افغان بندیانو د لېږد او د دواړو هېوادونو د انټرپول پولیسو ترمنځ د همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژآنس