ټرمپ د څه باندې ۱۶ سوه افغان کډوالو پروازونه ځنډوي

2 دلو 1403 ساعت 8:42

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې شاوخوا ۱,۶۶۰ افغانان، چې د امریکا حکومت د هغوی د بیا مېشتېدو اجازه ورکړې وه، د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د هغه امر له امله چې د کډوالو پروګرامونه یې ځنډولي، د پروازونو لغوه کېدو سره مخ دي.


رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې شاوخوا ۱,۶۶۰ افغانان، چې د امریکا حکومت د هغوی د بیا مېشتېدو اجازه ورکړې وه، د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د هغه امر له امله چې د کډوالو پروګرامونه یې ځنډولي، د پروازونو لغوه کېدو سره مخ دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپور د یوه امریکايي مدافع وکیل، شان وېنډایور، چې د افغانانو د تخلیې بهیر پر غاړه لري، له قوله لیکلي، په دوی کې هغه بې سرپرسته ماشومان شامل دي چې غواړي له خپلو کورنیو سره په امریکا کې یو ځای شي.

وېنډایور ویلي: «افغانان او مدافع وکیلان یې پر دغې پرېکړې ډېر اندیښمن دي، ما تر اوسه نن څلور ځله خپل ټلیفون چارج کړی، ځکه چې ډېر کسان ما ته زنګ وهي.»

د امریکا دغه پرېکړه زرګونه هغه افغانان هم له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي، چې د کډوال په توګه د بیا میشتېدو لپاره منل شوي، خو تر اوسه له افغانستان یا ګاونډي پاکستان د الوتنې چانس نه‌دی ورکړل شوی.

شان وېنډایور د ټرمپ د انتقالي ټیم له غړو سره د تماسونو په اړه ویلي: «موږ هغوی ته خبرداری ورکړی و چې دا به ښه نشي، خو هغوی بیا هم دا کار وکړ. هیله لرو چې بېرته پرې له سره غور وکړي.»

د رویټرز دغه راپور زیاته کړې چې تر دې دمه د امریکا بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼۍ په دې تړاو څه نه دي ویلي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په افغانستان کې د تېر حکومت له پرځېدو وروسته، د امریکا د مخکېني ولسمشر، جو بایډن حکومت ۲۰۰ زره افغانان امریکا ته لېږدولي دي.  

راپور زیاته کړې چې تمه کېږي د دوشنبې پر ورځ د خپل دویمې دورې له لوړې وروسته ګڼ اجرائیوي فرمانونه لاسلیک کړي، چې لمخې به یې امریکا ته د رسېدلو او تلونکو کډوالو پروګرامونه لږ تر لږه د څلورو میاشتو لپاره وځنډوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179600

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179600/

جمهور
  https://www.jomhornews.com