لغمان کې د ۱۹ پروژو رغنیزې چارې پیل شوې

1 دلو 1403 ساعت 13:03

د څه باندې ۴۹ میلیونه افغانیو په لګښت، په لغمان کې د اوبو ذخیرو او پایپ سیکم ۱۹پروژو رغنیزې چارې پیل شوې.


د څه باندې ۴۹ میلیونه افغانیو په لګښت، په لغمان کې د اوبو ذخیرو او پایپ سیکم ۱۹پروژو رغنیزې چارې پیل شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي چې د لغمان د قرغیو ولسوالۍ د وکیل خان بڼ وړې ګلي او ګل غونډۍ سیمو کې د اوبو ذخیرو او پایپ سکیم ۱۹ پروژو رغنیزې چارې د ۴۹ میلیونه ۲۸۸ زره ۱۳۹ افغانیو په لګښت پیل شوې.

په دغو پروژو کې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده او چارې به یې د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

ویل شوي چې د یادو پروژو چارې د «ډبلیو‌اف‌پي» سازمان په مالي لګښت او د لغمان د اوبو او انرژۍ ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179579

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179579/

جمهور
  https://www.jomhornews.com