ټرمپ: په غزه کې شوې پېښې به بیا تکرار نشي

1 دلو 1403 ساعت 12:58

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، په غزه کې اوربند یې تاریخي بری دی او دا په منځني ختیځ کې د سولې پر لور لومړی ګام دی.


د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، په غزه کې اوربند یې تاریخي بری دی او دا په منځني ختیځ کې د سولې پر لور لومړی ګام دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې هغه وایي، حکومت به یې پرېنږدي، چې په غزه کې شوې پېښې بیا تکرار شي.

ورته مهال جو بایډن بیا ویلي، چې د تړون په لومړي پړاو کې به د غزې څخه د راتلونکو خوشې کېدونکو بندیانو په ډله کې لږ تر لږه دوه امریکایي وګړي هم شامل وي.

بایډن دارنګه د غزې د اوربند مذاکرات تر ټولو هغو مذاکراتو سخت بللي دي، چې په خپله په کې ښکېل و.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179578

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179578/

جمهور
  https://www.jomhornews.com