۰

ملګرو ملتونو غزه کې د اوربند هرکلی وکړ

دوشنبه ۱ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۵۷
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند پلي کېدو او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون هرکلی کړی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند پلي کېدو او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون هرکلی کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له غزې په خپرو شویو ویډیو ګانو کې لیدل کیږي، چې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته، زرګونه بې ځایه شوي فلسطیینیان خپلو ویجاړو مېنو ته ستنیږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وایي، چمتو دی چې د دغه اوربند د پليتابه د ملاتړ تر څنګ بې شمېره فلسطینیانو ته د دوامدارو بشري مرستو رسولو کچه لوړه کړي.

ګوترېش وايي، دا اړینه ده چې یاد اوربند د مرستو رسولو پر وړاندې پام وړ امنیتي او سیاسي خنډونه لرې کړي.

جمهورخبري آژآنس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي