اوچا په افغانستان کې له ۱۷ ملیون څخه زیاتو خلکو سره مرسته کړې

1 دلو 1403 ساعت 12:30

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې له ۱۷ ملیون څخه زیاتو خلکو ته یې بشري مرستې رسولي دي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې له ۱۷ ملیون څخه زیاتو خلکو ته یې بشري مرستې رسولي دي.

د جمبور خبري اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په لومړۍ نیټه) په خپله ویب پاڼه کې ولیکل چې د تیر کال د جنوري او اکتوبر ترمنځ، په هیواد کې ۱۷.۷ میلیونه خلکو سره بشري مرستې شوې دي.

اوچا زیاته کړه چې دا مرسته د خوړو، روغتیا او کرنې په برخو کې چمتو شوې او په ټول هیواد کې یې اړمنو خلکو ته ګټه رسولې ده.

د OCHA د شمېرو له مخې، د دې نفوس نږدې ۱۰ میلیونه کسانو د خوړو مرسته ترلاسه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو په لاس د افغانستان له تسلیمېدو سره، د بشري مرستو لپاره د خلکو اړتیا ورځ په ورځ زیاتیږي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179570

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179570/

جمهور
  https://www.jomhornews.com