د کندهار په ارغنداب کې د رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

30 جدی 1403 ساعت 8:56

د کندهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي.


د کندهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، په یاد ولسوالۍ کې د یوه کارېز کېندلو، د یوه کانال کانکرېټ کولو او استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په یادو پروژو  پنځه میلیونه ۹۳۷ زره افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې د درېیو میاشتو په موده کې بشړې او په پلې کېدو سره به یې د سېلابونو د ویجاړیو د مخنیوی ترڅنګ، د اوبو ضایعات کم او د یاد کلي د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي.

دیادولو وړ ده، چې د دې پروژې مالي لګښت د ملګرو ملتو سازمان د پراختیایي دفتر لخوا ورکول کیږي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179533

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179533/

جمهور
  https://www.jomhornews.com