د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د سالنګ لویه لاره یې د کوچنیو مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستې ده.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د فواید عامې وزارت لپاره د طالبانو ویاند اشرف حق شناس نن (د مرغومي ۲۹ مه) په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د سالنګ لویه لاره د درنو واورو د او د ترافیکو د بندښت له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
هغه وايي چې دا لاره د شنبې په ورځ د سهار په ۱۱:۳۰ بجو د لوړ سرعت مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه، او هغه لوړ سرعت مسافر وړونکي موټرونه چې له تېرې شپې راهیسې د لویې لارې دواړو غاړو ته انتظار باسي وو، د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه.
جمهورخبري اژانس