هېواد کې زرګونه راستنو شویو ته کاري فرصتونه برابر شوي

29 جدی 1403 ساعت 15:46

د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۴۵ زره راستنو شویو هېوادوالو ته کاري زمینې برابرې شوې دي.


د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۴۵ زره راستنو شویو هېوادوالو ته کاري زمینې برابرې شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویاند وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې یې ۴۵زره او ۷۰۰ راستنېدونکو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا ایران او پاکستانه را اېستل شویو افغانانو تل ویلي دي، چې افغانستان ته د رسېدو پرمهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، ځکه هغوی د راستنېدو پرمهال خپل هرڅه په کوربه هېوادونو کې پرېښې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو درې کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو  له څلور میلیونو زیات کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179514

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179514/

جمهور
  https://www.jomhornews.com