هند: افغانستان سره بشري او پراختیایي همکاریو ته دوام ورکوو

29 جدی 1403 ساعت 15:42

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جېسوال ویلي، دغه هېواد هڅه کوي چې د افغانستان له خلکو سره د بشري او پراختیایي همکاریو پر بنسټ تعامل ته دوام ورکړي.


د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جېسوال ویلي، دغه هېواد هڅه کوي چې د افغانستان له خلکو سره د بشري او پراختیایي همکاریو پر بنسټ تعامل ته دوام ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې رندهیر جېسوال په یوه خبري غونډه کې هندي چارواکو سره د افغان چارواکو کتنو په ځانګړې توګه متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست، سره د هند بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کتنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، دا یې د افغانستان له سرپرست حکومت سره په لوړه کچه تعامل دی او زیاته کړې یې ده چې موخه یې له افغانانو سره د اوږدمهاله اړیکو پیاوړتیا ده.
جېسوال د هند کرکټ په غوره لیګ کې د افغان لوبغاړو لوبېدو ته په اشارې زیاته کړې چې، هند دغه راز د ورزش په برخه کې هم له افغانستان سره د اړیکو پراختیا غواړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179512

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179512/

جمهور
  https://www.jomhornews.com