طالبان:پر کونړ سیند د بند جوړېدو هوکړه نږدې شوې ده

29 جدی 1403 ساعت 15:36

د طالبانو اوبو او برېښنا سرپرست وزیر عبدالطیف منصور په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې پر کونړ سیند بند جوړېدو ته کلک هوډ لري او د جوړېدو هوکړه یې هم نږدې شوې ده.


د طالبانو اوبو او برېښنا سرپرست وزیر عبدالطیف منصور په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې پر کونړ سیند بند جوړېدو ته کلک هوډ لري او د جوړېدو هوکړه یې هم نږدې شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې منصور د زیاتو جزیاتو له ورکولو پرته ویلي، چې له یو بهرني شرکت سره هوکړې ته نږدې شوي او نږدې راتلونکې کې به ور سره قرارداد لاسلیک کړي.

د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر د مالوماتو له مخې پر کونړ سیند د جوړیدونکي بند تخنیکي مطالعات بشپړ شوي او له هوکړې وروسته به یې عملي چارې پيل شي.

هغه په تېر کې د اوبو مدیریت ته نه پاملرنه، جګړه او نورې ناخوالې هغه لاملونه یاد کړي چې د افغانستان اوبیزو سرچېنو څخه د سمې استفادې پر وړاندې خنډ شوي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179509

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179509/

جمهور
  https://www.jomhornews.com