د طالبانو اوبو او برېښنا سرپرست وزیر عبدالطیف منصور په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې پر کونړ سیند بند جوړېدو ته کلک هوډ لري او د جوړېدو هوکړه یې هم نږدې شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې منصور د زیاتو جزیاتو له ورکولو پرته ویلي، چې له یو بهرني شرکت سره هوکړې ته نږدې شوي او نږدې راتلونکې کې به ور سره قرارداد لاسلیک کړي.
د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر د مالوماتو له مخې پر کونړ سیند د جوړیدونکي بند تخنیکي مطالعات بشپړ شوي او له هوکړې وروسته به یې عملي چارې پيل شي.
هغه په تېر کې د اوبو مدیریت ته نه پاملرنه، جګړه او نورې ناخوالې هغه لاملونه یاد کړي چې د افغانستان اوبیزو سرچېنو څخه د سمې استفادې پر وړاندې خنډ شوي.
جمهورخبري آژانس