د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت یو پلاوی ایران ته سفر کړی دی.
د جمور خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو ډلې تر کنټرول لاندې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت د جمعې په ورځ (د مرغومي ۲۸مه) په یوه بیان کې وویل چې د دې ډلې یو پلاوی د ټرانزیټ مشر محمد الله بختیار په مشرۍ ایران ته تللی.
طالبانو ویلي چې دا سفر د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د امارت د لوړ پوړي پلاوي د ایران د سفر په تعقیب ترسره شو. طالبانو زیاته کړې چې د دې سفر موخه د هغو موضوعاتو تخنیکي چارې تعقیبول دي چې په هغه سفر کې پرې موافقه شوې وه او د چابهار بندر کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت دایمي استازیتوب جوړول دي.
جمهورخبري آژانس