د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې د دوی د ډلې قضايي پلاوی ایران ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو سترې محکمې د جمعې په ورځ (د جنوري ۱۸مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د دې ډلې قضايي پلاوي، چې مشري یې د سترې محکمې مرستیال قاضي عبدالمالک حقاني کوله، ایران ته سفر کړی دی.
طالبانو ویلي چې د پلاوي د سفر موخه د دوی او ایران ترمنځ د قضايي همکارۍ پیاوړتیا، په ایران کې د افغان بندیانو د حقونو ډاډمنول، د ښو اړیکو پراختیا، په ایران کې د اعدام شویو افغان اتباعو د اعدام لپاره د بدیلو لارو چارو لټول او د بندیانو د خوشې کولو د پروسې تعقیبول دي.
د طالبانو دا پلاوی به د ایران د عدلیې وزیر، د بندیانو د بیرته ستنولو د کمېټې مشر، سره خبرې اترې وکړي.
جمهورخبري آژانس