لاوروف: له ترهګرۍ سره مبارزه سیمه‌ییزې همکارۍ ته اړتیا لري

27 جدی 1403 ساعت 8:52

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په یوې خبري غونډه کې چې، په ۲۰۲۴ کال کې د مسکو پر بهرني سیاست متمرکزه وه، له ترهګرۍ سره د سیمې هېوادونو پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په یوې خبري غونډه کې چې، په ۲۰۲۴ کال کې د مسکو پر بهرني سیاست متمرکزه وه، له ترهګرۍ سره د سیمې هېوادونو پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرګي لاوروف ویلي، اړتیا ده چې، د شانګهای غړي هېوادونه په ځانګړې توګه افغانستان، پاکستان او هند له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې سره همغږي شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته وویل:«له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د عملي همکارۍ دوه اړخیزه لېوالتیا شته، پاکستان هم له دې زیان سره مخ دی؛ خو له ترهګرۍ سره مبارزه د افغانستان له ګاونډیانو، هند او د شانګهای د همکاریو سازمان له ټولو غړو سره همغږي ته اړتیا لري.»

د روسيې د بهرنيو چارو وزير د خپلو خبرو په بله برخه کې د افغانستان په ګډون د سيمه‌ييزو مسايلو په حل کې د مسکو فورم او د شانګهاى د همکاريو سازمان رول مهم وباله او زياته يې کړه چې، مسکو په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.

سرګي لاوروف وویل:«د افغانستان په اړه د شانګهای د همکارۍ سازمان او د مسکو فورم یو بل چوکاټ دی چې، پاکستان، هند او چین په کې ګډون کولای شي. موږ له هرې ممکنې لارې مرستې ته چمتو یو. دا د سیمې د هېوادونو او د شانګهای د همکارۍ سازمان په ګټه دی.»

له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په اړه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې، د دغه هېواد ولسمشر هم د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې په پای کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې سرپرست حکومت د مسکو متحد بللی وو.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179469

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179469/

جمهور
  https://www.jomhornews.com