جرمني، اتریش، هالنډ او کاناډا له اسلامي امارته غوښتي چې، پر ښځو اوسني بندیزونه لرې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې، طالبان دې، په نړۍوالو قوانینو کې د افغانستان پر ژمنو عمل وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي:«موږ بیا ځلې او ژر تر ژره له افغانستان او د طالبانو له دولته غواړو چې، په نړۍوالو قوانینو کې د افغانستان پر ژمنو عمل وکړي او د ښځو او نجونو پر وړاندې ټول محدودیتونه لغوه کړي، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې، باید نور د زدهکړو له حقه بې برخې نهشي.»
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې، افغانستان هم د دغه کنوانسیون یو له لاسلیک کوونکو هېوادونو دی او اسلامي امارت باید په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته له دغه کنوانسیونه پیروي وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي:«جرمني، اتریش، هالنډ او کاناډا پرېکړه کړې چې، د ملګرو ملتونو له خوا تصویب شوي "د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د لهمنځه وړلو کنوانسیون" څخه د سرغړونې په تور د افغانستان له سرپرست حکومته ځواب وغواړي.
اروپايي هېوادونو او کاناډا طالبان تر پوښتنې لاندې راوستی؛ ځکه د دوی په وینا په افغانستان کې د ښځو حقونه په جدي توګه تر پښو لاندې کېږي.»
جمهورخبري آژانس