۰

طالبانو او ملګرو ملتونو په څلورمه غونډه کې د مرستو د دوام غوښتنه وکړه

پنجشنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۶
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې، د طالبانو او ملګرو ملتونو سازمان د بنسټونو ترمنځ په څلورمه غونډه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې، له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
طالبانو او ملګرو ملتونو په څلورمه غونډه کې د مرستو د دوام غوښتنه وکړه
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې، د طالبانو او ملګرو ملتونو سازمان د بنسټونو ترمنځ په څلورمه غونډه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې، له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغې غونډه کې پر اقتصادي ثبات، روغتیا او تغذیې، ښوونې او روزنې، د خوړو خوندیتوب، کرنې، له نشه‌یي توکو سره پر مبارزې، اقلیمي بدلون، کډوالو او کورنیو بې‌ځایه شویو په اړه خبرې شوې دي.

متقي بهرنيو بنسټونو ته ډاډ ورکوي چې، د ټولو بنسټونو امنيت ته ژمن دي او د لا زياتو همکاريو، روڼتیا، د فساد د مخنيوي او د تګ راتګ په برخو کې د اسانتياوو برابرولو ته به دوام ورکړي.

نوموړي ویلي:«تر کومه بریده چې، د افغانستان په اسلامي امارت پورې اړه لري، د افغانستان د شته حکومت ټولنې ادارې، په امنیتي برخه کې د ټولو موسسو امنیت ته ژمنتیا لري. همدارنګه د همکارۍ په برخه کې، د روڼتیا په برخه کې، د فساد د مخنیوي په برخه کې، همدارنګه د تګ راتګ او د سفر د اسانتیاوو په برخه کې، موږ ټول له تاسو سره همکار یو.»

دی وايي، اسلامي امارت د خصوصي سکتور د ملاتړ په موخه ۳۳ زره هکتاره ځمکه د صنعتي پارکونو لپاره ځانګړې کړې او له ۴۰۰ د زیاتو چک بندونو چارې له کورنۍ بودیجې تمویلېږي.

ده و ویل:«د صنعتي پارکونو لپاره ۳۳ زره هکتاره ځمکه ځانګړې شوې، ډېر کوچني کاروبارونه له مالیې معاف شوي او په ټول کې د مالیې اندازه د پخوا پرتله د پام وړ ټیټه شوې ده.»

تېره ورځ متقي متحده عربي اماراتو ته د خپل وروستي سفر په اړه په یوه غونډه کې وویل، متحده عربي امارات غواړي سږ کال په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د څلور سوه میلیونه ډالرو په ارزښت د مرستې کڅوړه ځانګړې کړي.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي