کونړ کې د ۲ ویجاړو شويو پلونو د بیارغولو چارې پيل شوې

27 جدی 1403 ساعت 8:40

د کونړ ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ویجاړو شويو پلونو د بیارغولو چارې پيل شوې دي.


د کونړ ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ویجاړو شويو پلونو د بیارغولو چارې پيل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره د پشد او زیړي بابا دوه پلونه چې پخوا نړېدلي وو، د سرپرست حکومت له لوري یې د بیارغولو چارې پیل شوې.

د سرچینې د مالوماتو له مخې د پشد پل د ۱۳۰ متره په اوږدوالي او ۵ متره په سور سره او د زېړي بابا پل د ۲۳۰ متره په اوږدوالي او ۵ متره په سور سره رغول کېږي، چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

د کونړ ځایي چارواکي وايي، چې د دغو پلونو په جوړېدو سره به د سیند دواړو غاړو ته د مېشتو خلکو د تګ راتګ ستونزي هوارې شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179465

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179465/

جمهور
  https://www.jomhornews.com