د کونړ ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ویجاړو شويو پلونو د بیارغولو چارې پيل شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره د پشد او زیړي بابا دوه پلونه چې پخوا نړېدلي وو، د سرپرست حکومت له لوري یې د بیارغولو چارې پیل شوې.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د پشد پل د ۱۳۰ متره په اوږدوالي او ۵ متره په سور سره او د زېړي بابا پل د ۲۳۰ متره په اوږدوالي او ۵ متره په سور سره رغول کېږي، چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.
د کونړ ځایي چارواکي وايي، چې د دغو پلونو په جوړېدو سره به د سیند دواړو غاړو ته د مېشتو خلکو د تګ راتګ ستونزي هوارې شي.
جمهورخبري آژانس