افغانستان کې سلګونه زره ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

27 جدی 1403 ساعت 8:39

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې روان میلادي کال په افغانستان کې څه باندې ۵۰۰ زره ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي.


د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې روان میلادي کال په افغانستان کې څه باندې ۵۰۰ زره ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملګري ملتونه وایي، خوړو ته د لاسرسي په برخه کې محدودیتونه او سړه هوا د دې لامل شوي چې خلک د خپلو کورنیو لپاره د خوړو په چمتوکولو کې له ستونزو سره مخامخ شي.

یاد سازمان ټینګار کړی چې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام به روان کال له میلیونونو ماشومانو سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي و چې په ۲۰۲۴ کال کې یې په افغانستان کې د کابو ۴۷۵ زرو خوارځواکو ماشومانو درملنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179464

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179464/

جمهور
  https://www.jomhornews.com