د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې روان میلادي کال په افغانستان کې څه باندې ۵۰۰ زره ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملګري ملتونه وایي، خوړو ته د لاسرسي په برخه کې محدودیتونه او سړه هوا د دې لامل شوي چې خلک د خپلو کورنیو لپاره د خوړو په چمتوکولو کې له ستونزو سره مخامخ شي.
یاد سازمان ټینګار کړی چې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام به روان کال له میلیونونو ماشومانو سره مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي و چې په ۲۰۲۴ کال کې یې په افغانستان کې د کابو ۴۷۵ زرو خوارځواکو ماشومانو درملنه کړې ده.
جمهورخبري آژانس