۰

غزني کې د یوه کانال جوړېدو چارې بشپړې شوې

پنجشنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۷
د غزني ولایت د ښاروالۍ مسوولینو په دغه ولايت کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال د جوړېدو خبر ورکړی دی.
غزني کې د یوه کانال جوړېدو چارې بشپړې شوې
د غزني ولایت د ښاروالۍ مسوولینو په دغه ولايت کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره د شامیر صاحب کانال د یونپس موسسې په مالي ملاتړ د ۲۷۱ متره په اوږدوالي، دوه نیم متره په لوړوالي، او دوه متره په پلنوالي سره جوړ شوی دی.

د شامیر صاحب کانال د ملکي روغتون اوبه د ښار عمومي کانال سره نښلوي. د مالوماتو له مخې د یاد کانال د جوړولو په مهال ۱۵۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

د غزني ولایت ځایي مسوولین وایي، چې په غزني کې د یونپس نړیوالې موسسې په مالي ملاتړ یو شمېر نورې پروژې هم تر کار لاندې دي، چې د ځینو یې چارې د بشپړېدو په حال کې دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي