۰

کندهار او کونړ کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره ښارګوټي جوړیږي

پنجشنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۴
د کور او ښار جوړولو وزارت د کډوالو د عملیاتي کمېټې مشر انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د اړوندو ریاستونو په همغږۍ او همکارۍ یې په کونړ او کندهار ولایتونو کې د اجباري راستنېدونکو اړمنو کورنیو لپاره د ښارګوټو جوړولو په موخه تفصیلي پلانونه جوړ کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړی زیاتوي، کونړ کې یې په مرکز او کندهار کې د دامان ولسوالۍ د دویم فاز لپاره تفصیلي پلانونه جوړ شوي.

د لطیف په وینا، د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر حمدالله نعماني، د اجباري راستنېدونکو کډوالو دایمي مېشتېدو په موخه د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی او له همدې کبله یې عملیاتي کمېټه جوړه کړې.

نوموړی زیاتوي، دغه کمېټه به هڅه وکړي چې هره اونۍ د خپلو چارو په تړاو ملموسه پایله ورکړي او ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي