لغمان کې د ۳۴۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

27 جدی 1403 ساعت 8:33

د لغمان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست وایي، چې په دغه ولایت کې د ۳۱میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰۰ کیلومتره سړک د جوړولو او د ۲۴۰ کیلومتره سړکونو د بیارغولو چارې پیل شوې.


د لغمان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست وایي، چې په دغه ولایت کې د ۳۱میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰۰ کیلومتره سړک د جوړولو او د ۲۴۰ کیلومتره سړکونو د بیارغولو چارې پیل شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کلیو او پراختیا رییس ویلي، چې د یادو پروژو په بشپړېدو به شاوخوا شل زره کورنیو ته د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.

د مسوولینو په خبره، دغه پروژې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ پلې کېږي، چې ۱۸۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179461

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179461/

جمهور
  https://www.jomhornews.com