۰

لغمان کې د ۳۴۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

پنجشنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۳
د لغمان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست وایي، چې په دغه ولایت کې د ۳۱میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰۰ کیلومتره سړک د جوړولو او د ۲۴۰ کیلومتره سړکونو د بیارغولو چارې پیل شوې.
لغمان کې د ۳۴۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې
د لغمان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست وایي، چې په دغه ولایت کې د ۳۱میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰۰ کیلومتره سړک د جوړولو او د ۲۴۰ کیلومتره سړکونو د بیارغولو چارې پیل شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کلیو او پراختیا رییس ویلي، چې د یادو پروژو په بشپړېدو به شاوخوا شل زره کورنیو ته د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.

د مسوولینو په خبره، دغه پروژې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ پلې کېږي، چې ۱۸۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي