د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري د اقلیمي بدلون د ۲۹مې نړیوالې غونډې د پایلو او اغېزو د ارزونې کنفرانس کې له افغانستان څخه د بندیزونو او محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نظري د بندیزونه او محدودیتونه لرې کول د افغانانو حق بللی او ویلي یې دي، چې تر لرې کولو وروسته به یې افغانان وکولی شي او نړیوالو موسسو او نړیوالې ټولنې سره د هر اړخیز تعامل په رڼا کې د اقلیمي بدلون له ننګونو سره مبارزه وکړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري د هېوادونو مسولیت بللی او ټینګار یې کړی چې د چاپېریالي او اقتصادي مسایلو باید له سیاسي مسایلو جلا شي.
جمهورخبري آژانس