۰

اوتنبایوا: افغانستان لاهم د اقلیمي بدلون پر وړاندې زیانمننونکی دی

پنجشنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۹
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا ویلي، چې افغانستان لاهم د اقلیمي بدلون پر وړاندې زیانمننونکی دی.
اوتنبایوا: افغانستان لاهم د اقلیمي بدلون پر وړاندې زیانمننونکی دی
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا ویلي، چې افغانستان لاهم د اقلیمي بدلون پر وړاندې زیانمننونکی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې مېرمن اوتنبایوا په کابل کې د (اقلیم بدلون ملي کنفرانس) کې ژمنه کړې چې اقلیمي بدلون پورې اړوند مالي مسایل به وڅاري.

هغې د اقلیم لپاره ځانګړي شوي مالي ملاتړ د تعقیب او په کوف ۳۰ کې د افغانانو د غږونو اورېدو لپاره د بېلابېلو لارو لټولو ژمنه کړې ده.

د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي ادارې د «اقلیمي بدلون نهه‌ویشتمې نړیوالې ناستې پاېلو د ارزولو» په تړاو «د اقلیم بدلون ملي کنفرانس» رابللی و.

له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و، چې په افغانستان کې د محدودیتونو له ډېرېدو او اقلیمي بدلون، خوړو ته د خلکو لاسرسی اغېزمن کړی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي