د طالبانو د احصایې او معلوماتو څانګې اعلان کړی چې د روان کال په دریمه ربع کې د هیواد صادرات له ۶۶۹ ملیون ډالرو څخه ډیر شوي دي.
د جمهور آژانسد خبرله مخې د ملي احصایې او معلوماتو ادارې په وینا، د هیواد د ملي احصایې او معلوماتو ادارې نن چهارشنبه (دمرغومي ۲۶ مه یوه اعلامیه خپره کړه، چې پکې ویل شوي چې دې ادارې د روان کال د دریمې ربعې لپاره د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول کړي دي، چې صادرات یې ۶۶۹.۷ ملیون ډالرو ته رسیږي او واردات ۳ ملیارد ډالرو ته رسیږي.
طالبانو ویلي چې د ۱۴۰۲ کال په دریمه ربع کې د هیواد د صادراتو ارزښت ۶۳۴.۸ ملیون ډالرو ته رسیدلی، چې د تیر کال په پرتله سږ کال د صادراتو ارزښت کې ۳۵.۹ ملیون ډالر زیاتوالی ښیي.
طالبانو زیاته کړه چې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال په دریمه ربع کې د هیواد واردات ۲ ملیارد او ۱۷۹.۴ ملیون ډالرو ته رسیدلي، چې د تیر کال د ورته مودې په پرتله سږ کال د وارداتو په ارزښت کې ۱ ملیارد او ۷۵ ملیون ډالر زیاتوالی ښيي.
جمهورخبري آژانس