د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان له زندانونو څخه یې ۱۴ افغان بندیان خوشې کړي دي.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو ډلې تر کنټرول لاندې د هیواد د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن چهارشنبه (د مرغومي ۲ مه) په یوه بیان کې وویل چې ۱۴ افغان بندیان د پاکستان له زندانونو څخه خوشې او هیواد ته راستانه شوي دي.
طالبانو ویلي چې دا کسان په پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو او د ۱۵ ورځو لپاره په پاکستان کې بندیان وو.
د یادونې وړ ده چې د هیواد ځوانان په افغانستان کې د طالبانو د شتون له امله د فقر او بې کارۍ له امله د قاچاقي لارو له لارې مختلفو هیوادونو ته د خپل هیواد پریښودو ته اړ شوي دي.
جمهورخبري آژانس