فرنټیکس: اروپا ته نامنظمه کډوالي ۳۸ سلنه کمه شوې

26 جدی 1403 ساعت 9:10

د اروپا د پولو ساتنې ادارې فرنټیکس خبر ورکړی، چې که څه هم په ۲۰۲۴ کال کې په مجموعي توګه اروپا ته نامنظمه کډوالي ۳۸ سلنه کمه شوې، خو د افغانستان او سوریې د کډوالو شمېر اوس هم زیات دی.


د اروپا د پولو ساتنې ادارې فرنټیکس خبر ورکړی، چې که څه هم په ۲۰۲۴ کال کې په مجموعي توګه اروپا ته نامنظمه کډوالي ۳۸ سلنه کمه شوې، خو د افغانستان او سوریې د کډوالو شمېر اوس هم زیات دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې فرنټیکس وايي په ۲۰۲۴ کې اروپا ته د نامنظمو کډوالو شمېر ۲۳۹ زرو ته ټیت شوی او لامل یې ددغې ادارې او همکارو سازمانونو له خوا د انساني قاچاق کوونکو ډلو په خلاف سخت دریځ ښودلی دی.

فرنټیکس د مرکزي مدیترانې له لارې د کډوالو په شمېر کې د ۵۹ سلنه کمښت لامل له تونس او لیبیا څخه د تلونکو کډوالو د کښتیو په شمېر کې کموالی ښودلی دی.

نامنظمه کډوالي د اروپا په سیاست کې د پام وړ موضوع ګرځېدلې او د جرمني په ګډون د یو شمېر اروپايي هېوادونو په انتخاباتي مبارزو کې ښي اړخو ګوندونو د کډوالۍ په اړه د سخت دریځ غوره کولو هوډ څرګند کړی دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179430

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179430/

جمهور
  https://www.jomhornews.com