د پکتيکا ولایت ځایي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې د روان ۱۴۰۳ کال پرمهال په بېلابېلو برخو کې ۴۵۰ لوېې او کوچنی پروژې بشپړې شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت چارواکو پرون په يوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د مرکز ښرنې په ګډون بېلابېلو ولسواليو کې د روغتيا، پوهنې، مخابراتو، سړک جوړونې او د اوبو بندونو جوړولو او نورو برخو کې ۴۵۰ پروژې بشپړې شوې چې شاوخوا دوه نيم ميليارده افغانی لګښت پرې راغلی دی.
د مسوولینو په خبره شاوخوا ۵۰۰ ميليونه افغانۍ په نغدي ډول د بېلابېلو پېښو پر زيانمنو او اړمنو وېشل شوي دي.
جمهورخبري آژانس