۰

په غزني کې د ۲۰ جوړو ډله‌ییز واده ترسره شو

چهارشنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۶
په غزني ولایت کې د یوه ځايي سوداګر په مالي ملاتړ د ۲۰ جوړو د ډله ‌ییز واده مراسم ترسره شول.
په غزني کې د ۲۰ جوړو ډله‌ییز واده ترسره شو
په غزني ولایت کې د یوه ځايي سوداګر په مالي ملاتړ د ۲۰ جوړو د ډله ‌ییز واده مراسم ترسره شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه مراسمو کې ګڼ شمېر کورنیو، قومي مشرانو، ځوانانو، او دولتي چارواکو ګډون کړی و. د یاد ډله‌ییز واده مالي ملاتړ کوونکي، سید ګل احمد معتمدي، وویل چې د دې مراسمو موخه د هغو کسانو لاسنیوی دی، چې د لوړو لګښتونو له امله د واده کولو توان نه لري.

دغه راز د پروګرام تنظیمونکو وویل چې د ډله‌ییزو ودونو موخه یوازې د لګښتونو کمول نه، بلکې د ځوانانو د ژوند پیل ته د اسانتیاوو برابرول او د بې‌ځایه دودونو مخنیوی دی.

دوی پر خلکو غږ وکړ چې په ودونو کې د بې‌ځایه لګښتونو او ناوړه دودونو څخه ډډه وکړي، ترڅو بې‌وزله ځوانان د دغو لګښتونو له امله منکراتو یا ناقانونه سفرونو ته اړ نه شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي