د افغان حاجیانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو تړون لاسلیک شو

26 جدی 1403 ساعت 9:02

د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د راتلونکي کال د حج په مراسمو کې افغان حاجیانو ته د غوره خدماتو او اسانتیاوو برابرولو تړون لاسلیک شو.


د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د راتلونکي کال د حج په مراسمو کې افغان حاجیانو ته د غوره خدماتو او اسانتیاوو برابرولو تړون لاسلیک شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، چې د دې تړون پر اساس د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت ۳۰ زره افغان حاجیانو ته په مکې مکرمې او مدیني منورې ښارونو کې د عمارو، مشاعرو، خوړو او ټرانسپورټ ټول اړین خدمات وړاندې کوي.

دغه تړون د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج، عمرې او زیارتونو د عمومي رییس محمد نبي محمدي او د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت مرستیال دوکتور عبدالفتاح مشاط ترمنځ لاسلیک شو.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 179425

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179425/

جمهور
  https://www.jomhornews.com