۰

ننګرهار کې له ۶ روغتیايي مرکزونو سره د طبي وسایلو مرسته وشوه

چهارشنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۵۷
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت له پرمختللو روغتیايي مرکزونو سره د یونیسف له لوري د التراسونډ ماشینونو مرسته شوې ده.
ننګرهار کې له ۶ روغتیايي مرکزونو سره د طبي وسایلو مرسته وشوه
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت له پرمختللو روغتیايي مرکزونو سره د یونیسف له لوري د التراسونډ ماشینونو مرسته شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست رسنیز دفتر ویلي، چې دغه ماشینونه د یونیسف دفتر له لوري د یاد ولایت د ۶ ولسوالیو روغتونونو ډي اچ اس (DHs) او بشپړو روغتیايي مرکزونو سي اچ سي اس (+CHCs) ته سپارل شوي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه مرسته د یاد ولایت په ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا لپاره شوې تر څو ناروغان دې ته اړ نه شي چې د درملنې لپاره مرکز ګاونډیو هېوادونو ته سفر وکړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي